د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو او وژنو قضیې وڅېړي. د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې د هغو خبریالانو دوسیې سپارلې چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي دي. سرچینه کاږي روان کال ۱۱ خبریالان او د رسنیو مالکان په افغانستان کې د رسنیز فعالیت له امله وژل شوي دي او دوی ددې قضیو د پلټلو غوښتنه کوي. د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان همدا راز ادعا کړې، چې دوی ددې قضیو په اړه کره اسناد لري او داسې ښيي چې دغه کسان د طالبانو او په دوی پورې د اړوندو ګروپونو له لوري وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر دې وړاندې د خبریالانو په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي، خو ددې سازمان پر تازه څرګندونو یې غبرګون نه دی ښودلی.
































