د راپورونو له مخې د لودیز حوزې د علماوو او روحانیونو د شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني نن سهار د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د هرات د پولیسو ویاند وايي مولوي کبابیاني هغه مهال ووژل شو چې له جوماته د کور پر لور روان و. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. په دې وروستیو کې د هېواد په بېلو ولایتونو کې پر دیني علماوو بریدونه ډېر شوي دي، خو حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې ددغه بریدونو عاملین ونیسي او په اړه یې له ولس سره معلومات شریک کړي.
































