د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، اوس چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، د دې اړتیا ده چې ټول افغانان په تدبیر، انسانیت او یووالي سره د احتمالي سقوط مخنیوی وکړي. نوموړي چې نن یې په کابل کې د جنرال داوود داوود او جنرال شاه جهان نوري د لسم تلین په یاد غونډه کې خبرې کولې وویل، اوس وخت دی چې شخصي موضوعات یوې خواته شي او هېواد له روان وضعیت څخه سم لور ته رهبري شي. عبدالله څرګنده کړې، سره له دې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به تاثیر ولري؛ خو شرایط له افغانستانه د شوروي د ځواکونو له وتلو سره توپیر لري. هغه مهال نه یوازې دا چې کورنۍ ستونزې وې، بلکې نړیوالې ټولنې هم افغانستان ته شا کړې وه خو اوس ټوله نړۍ له افغانستان سره اړیکي لري او د خپلو مرستو په اړه یې ډاډ ورکړی دی.
































