امریکا وایي تېر کال يې په افغانستان کې شل ملکي وګړي وژلي دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون له لوري ګانګریس ته په لېږل شوي راپور کې راغلي چې تېر کال د امریکا له لوري شاوخوا ۲۳ ملکیان وژل شوي چې له دې ډلې شل یې په افغانستان کې وژل شوي دي. سرچینه همدا راز د پنځو کسانو د ټپي کېدو خبره کړې ده. د امریکا ددفاع وزارت دا هم وايي چې دا ملکیان په تېروتنه یا سهوي توګه د امریکايي عسکرو له لوري وژل شوي دي. بلخوا د اېیر ورز په نامه یوه غیر دولتي رسنۍ وایي چې امریکا تېر کال په ټوله نړۍ کې ۱۰۲ ملکي وګړي وژلي دي. سرچینه د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر بنسټ وایي چې امریکايي ځواکونو یوازې په افغانستان کې ۸۹ ملکیان وژلي دي. امریکا داسې مهال چې ددوی له لوري پیل شوې جګړه لا هم روانه ده او له شلو کلونو راهیسې د افغانانو له کورنیو قربانیان اخلي.
































