کابل ښار کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کابل پولیسو ویلي چې دا پېښه نن غرمه مهال د شپږمې حوزې اړوند چهار قلعه سیمه کې د ملکي وګړو پر یو ټونس موټر باندې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پولیس وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیسې.
































