روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۰۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. یاد وزارت ویلي چې په همدې موده کې پر دغه ویروس اخته ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۰۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۶ زره او ۶۵۳ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۸۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۴۳۸ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































