په مکسیکو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر په زیاتېدو سره اوس دغه هېواد د ډاکټرانو له کمښت سره مخ شوی دی. د مکسیکو حکومت اړ شوی څو هغه ډاکټران چې تقاعد شوي وو، بېرته روغتونونو ته راولي او له کرونا پرته د نورو ناروغیو د درمنلې او له ناروغانو د مراقبت په برخه کې مرسته وکړي. د راپورونو له مخې د مکسیکو ولسمشر« آندرس مانوئل لوپز اوبرادور» امر کړی، هغه ډاکټران چې عمرنه له ۶۰ تر ۶۵کلونو پورې دي او په کور کېنول شوي، بېرته خپلو دندو ته وګرځي او د غیرې کرونایي ناروغانو د درملنې په برخه کې لاس په کار شي. نوموړي ویلي چې د شل زره تقاعد شویو ډاکټرانو جسماني وضعیت ښه دی او کولای شي په دې بیړنیو حالتو کې عادي ناروغانو ته رسیدګي وکړي. تر اوسه پورې په مکسیکو کې پر کرونا ناروغۍ اخته ۶ زره او ۳۰۰ کسان روغ شوي، ۴۸۶ ترې مړه شوي دي.
































