د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاس سره د سولې- اوربند او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې ستانکزي ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ راز مشروعیت نه لري او د افغان حکومت پلاوی د سولې خبرو ته پوره چمتووالی لري او له مقابل لوري هم د جدي ارادې هیله کوي. نوموړي ویلي، د جګړې دوام به د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم منفي پايلې ولري. د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن ویلي چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.
































