د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په ویډیویي ناسته کې افغانستان کې پر روان وضعیت او د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي. دا ناسته د (افغانستان-پاکستان-چین) د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو بحثونو څلورمه ناسته وه. له ناستې وروسته درې واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې بې ثباتي ټوله سیمه اغېزمنولی شي او د اوسنیو ننګونو د ختمولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده. اعلامیه کې راغلي، درې واړو هېوادونو افغانستان کې د تاوتریخوالي دکمېدو او بشپړ اوربند غوښتنه کړې، چې د دوی په وینا ورسره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته فرصت برابر شي. دریواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د هېڅ حکومت د راتلو ملاتړ نه کوي، او ټولنې او عام ژوند ته د طالبانو د ور ستنېدو لپاره باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا قرارداد پلی شي.
































