ولسمشر غني وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د کرونا د دریمې څپې له کبله په خلکو سخت بندیزونه نه لګوي. غني په خلکو غږ کړی چې د کرونا مهارولو لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښونې مراعت کړي. نوموړي د کرونا دریمې څپې اړوند په دغه ویډيویې پیغام کې ویلي چې دې څپې د هند غوندې سترو هېوادونو روغتیايي سیستم ننګولی او په وینا یې اوس افغانستان هم د دې ویروس له ګواښ سره مخ دی. اوسمهال دا ویروس په افغانستان کې د سخت او چټک خپرېدو په حال کې دی او له کبله یې یو شمېر روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي. ولسمشر غني له نړیوال بانک او د واکسینو د تدارکاتو په برخه کې له چین او نورو هېوادونو سره د خبرو یادونه هم وکړه. هغه ټینګار وکړ چې افغان حکومت له خپلې بودیجې هم د واکسین اخیستلو په لټه کې دی.
































