ناپېژانده وسله والو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې دوه عسکر په ډزو ووژل. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد نن وویل، پولیس په ګزمه وتلي وو چې پرون ناوخته ورباندې حمله وشوه. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی. تر دې مخکې د دغه ډول حملو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.
































