د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. توماس نېکلسن ویلي، د سولې مذاکرات باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوه اعلامیه کې د نېکلسن په حواله ویلي، د روانې جګړې زیات زیان ملکیانو ته اوړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن په یوه اعلامیه کې د توماس نېکلسن له قوله ویلي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د پاتې کېدو هوډ لري او له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. ده ویلي چې د دې کار د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې د سولې پروسه پرمختګ وکړي او جګړې پای ته ورسېږي.
































