د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د نورستان د منډول او دو اب ولسوالۍ نیولې دي او امنیتي پرسونل یې د قومي مشرانو په همکارۍ له سیمې په مصونه توګه ایستل شوی دی. امنیتي سرچینې هم د یادو ولسوالیو سقوط تاییدوي. د سرچینې په خبره طالبانو دو اب ولسوالي نېولې ده او له دې ولسوالۍ د منډول ولسوالۍ امنیتي پرسونل هم ایستل شوی دی. د منډول امنیتي او اداري چارواکي له کلونو راهیسې په دو اب کې وو او له دې ځایه به یې چارې تنظیمولې. ددغه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي له حکومت یې په پرله پسې توګه د مرستو غوښتنه کړې ده، خو مرستې نه دي ور رسېدلې ځکه نو دا پېښه رامنځ ته شوې ده. بلخوا طالبانو د غزني د ده یک ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې ده، خو د غزني ځایي چارواکي وایي ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، بلکې د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسوالۍ مرکز له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول شوی دی. بلخوا د بغلان په جیلګه ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
































