ولسمشر غني وایي چې ډېر ژر به له چین څخه د کرونا ضد اووه سوه زره ډوزه واکسین افغانستان ته را ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره هم لازم اقدامات شوي دي او په کمه موده کې به دغې ستونزې ته رسېدګي وشي. نوموړي چې د عامي روغتیا وزارت له مسوولینو سره یې د کرونا د دریمې څپې مدیریت په اړه خبرې کولې وویل، د روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسوولیت منلو کې شریک اوسي او دغه راز دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.
































