د شمالي افریقا د بورکینافاسو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمالي سیمه کې د وسله والو کسانو په برید کې ۱۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، بریدګرو تر برید وروسته په یاده سیمه کې شته کورونو او هټیو ته هم اور اچولی دی چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د بورکینافاسو حکومت دا یو ترهګریز برید بللی دی او د ۷۲ ساعتونو لپاره یې ملي ماتم اعلان کړی دی. تر اوسه د دغه خونړي برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































