له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان او په دغه هېواد کې د جګړو او نښتو ډېرېدو، په سیمه کې د امریکا د ستراتېژیو او پلانونو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک په خپله یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې امریکا په سیمه کې د جګړو د ختمولو پلان نه لري او په خبره یې، دغه هېواد غواړي له طالبانو سره د تازه اړیکو پر مټ په ټوله مرکزي اسیا کې ناندرۍ او کشمکشونه رامنځ ته کړي.
د ده په وینا، امریکا نه غواړي په سیمه کې اقتصادي تحرک رامنځ ته شي او په ۲۱مه پېړۍ کې دوی ته نوې ستونزې وزېږي، له همدې امله په پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو او د دغې ډلې پر خونړیو جګړو او بریدونو سترګې پټوي. خټک ویلي، د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی باب ښایي په سیمه کې پراخو ستونزو ته لار پرانیزي. افراسیاب خټک دغه راز وایي چې له امریکا سره پاکستان او د دغه هېواد استخباراتي ادارې هم ملګرې دي او دوی تر شدید څار او پراخو مالي مرستو لاندې طالبانو ته نوي کسان روزي او زرګونه مدرسې یې فعالې کړې دي.
خټک دغه راز ادعا کوي چې په پاکستان کې د طالبانو شاوخوا ۳۶ زره مدرسې فعالې دي، چې هره ورځ ترې لسګونه طالبان فارغېږي او له دې ډلې ډېری یې افغانان دي. خټک داسې مهال دغه ادعا کوي، چې طالبان وايي دوی د سولې او په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام د جوړېدو په لټه کې دي. افغان حکومت هم د طالبانو جګړه د پاکستان د ګټو جګړه بولي.
بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور پرمهال له دغه هېواد سره تل دوه ګونی چلند کړی، چې له همدې کبله افغان جګړه اوږده شوه او اوس امریکا داسې مهال له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي، چې یاد هېواد تر بل هر وخت نا امنه دی او د نشهیي توکو کښت او قاچاق پکې اوج ته رسېدلی دی. د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي، امریکا او پاکستان تل په افغان جګړې کې خپلې موخې لټولي او تر هغې چې دوی خپلو موخو ته نه وي رسېدلي، جګړې به دوام مومي او افغانان به یې یوازې بیه پرې کوي.
له دې سره جوخت ځینې بهرنۍ رسنۍ وايي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخوالو هڅې پیل کړې دي. نیوزویک مجلې ویلي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د خپل نفوذ له پراخولو لاس نه دی اخیستی او پرله پسې هڅې کوي چې له خپلو ملاتړو سره په همغږۍ د ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوې تشه په یو ډول نه یو ډول ډکه کړي. مجلې زیاته کړې چې پاکستان اوس تازه داسې هڅې پیل کړي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د خپلې پښې ځای ټینګ کړي او دا ښکاره خبره ده چې دا هېواد په یوازې ځان دا چاره نه شي تنظیمولی، نو ځینې سیمهییز ملاتړي به هم ولري.
په افغانستان او سیمه کې د امریکا د نویو پلانونو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ شوې، خو جګړې د ډېریو ولایتونو تر مرکزونو را رسېدلې دي.
































