د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. ددغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې خونړي کېږي او ورځ تر بلې د جګړې بڼه بې رحمانه کېږي. نوموړې ویلي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب تر ټولو غوره لار د تاوتریخوالي کمېدل او د سولې راتګ دی. هغه بیا هم د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې خبرې مخ ته یوسي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د جګړو د کمولو او سولې د راتګ په برخه کې عملي او اغیزناک ګامونه اوچت کړي.
































