افغان حکومت د کرونا ویروس د پراختیا له امله په کاري رژیم کې بدلون راوستی دی. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کرونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې تغیر راوستی دی. د نوي پلان له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او یا د سرطان، شکر او زړه په ناروغیو اخته وي، د دوو اونیو لپاره رخصت دي. عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې دوی ددغه وبا د مخنیوي لپاره د لا ډېرو احتیاطي اقداماتو پلان لري او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي چې ددوی سپارښتنې عملي کړي.
































