د اوکلاهاما د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا انسټیټیوټ ویلي چې دوی له افغانستان څخه نه وځي. اوکلاهامن امریکایي خپرونې د دغه بنسټ د مسوولینو له قوله ویلي چې دوی له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي په افغانستان کې کار کوي او تر اوسه پورې یې شاوخوا ۵۱۶ ښځینه سوداګرې روزلې دي. مسوولینو زیاته کړې چې یادې روزل شوې ښځې اوس مهال اته زره کارکوونکي لري. سرچینې د چارواکو په حواله ویلي، چې د دوی کار لا بشپړ شوی نه دی او ټینګار کوي چې ان که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هم، دوی به د نورو افغان ښځو روزنې او په کار بوختولو ته دوام ورکړي. یاد بنسټ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې امریکا او بریتانیا ویلي، ښایي هغه کسان د طالبانو له لوري په نښه شي چې له دوی سره یې کار کړی دی خو طالبانو ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
































