د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي. ددغه کمیسیون مشرې او کمیشنرانو د یاد کمیسیون د تاسیس د ۱۹ کلین په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دمګړی دوی د بشري حقونو د خوندیتوب او لا پرمختګ پر ځای په دې بوخت دي چې څنګه وکړی شي د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي او د جګړو په کمولو کې ونډه واخلی. د یاد کمیسیون غړي وایي د مذاکراتو پر دواړو ټیمونو د افغانانو حق دی چې ژر تر ژره سوله راولي او دلته رامنځ ته شوی خونړی او وحشتناک وضعیت پای ته ورسوي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راز ټینګار وکړ چې جنګي جنایتونه د پټېدو نه دي او زیاتوي چې جنګي جنایتکاران به ارو مرو د قانون منګولو ته سپارل کېږي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سوله په هېواد کې د ولسونو د ارمانونو د پوره کېدو یوازینۍ لار بولي او په خبره یې روانې جګړې یوازې وحشت خپروي او د افغانانو ژوند اخلي.
































