وروسته تر هغه چې په اسراییل کې پرلپسې پارلماني ټاکنې بې نتیجې پای ته ورسېدې او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د خپل واک پر دوام ټینګار وکړ، د دغه هېواد د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د یو ایتلافي حکومت د رامنځته کولو وړاندیز کړی دی. په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت سازمان په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د پیل خبرداری ورکړی دی. یاد سازمان ویلي چې په دې وروستیو کې د واک پر سر ناندرۍ د خلکو ترمنځ هم د بې باورۍ سبب شوې دي او که چېرته هر څه ژر ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي نو د کور په کور جګړې پیلېدو احتمال پراخېدای شي.
































