د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي. د پکتیا ولایت مقام ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د یوې کورنۍ غړي د خپلو دوستانو واده ته پر لاره وو او موټر یې پر سړک غاړې ماین وربرابر شو. سرچینه وایي، چې په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون په موټر کې ناست څلور کسان وژل شوي دي. تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
































