د بلخ ولایت، بلخ ولسوالۍ پر ودانۍ شوې چاودنې تر اوسه ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینې ویلي چې یاده پېښه د یو موټربم برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی دی او ګڼو سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































