روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۳۷۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځوس کسان مړه شوي هم دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۰ زره او ۶۱۵ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۲۱۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۸ زره او ۸۷۳ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت ویلي چې هېوادوال باید د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































