د روغتیا نړیوال سازمان وایي د نړۍ له مخ د کرونا ویروس ورکول او له منځه وړل اسانه چاره نه ده. د روغتیا نړیوال سازمان له کرونا سره د مبارزې د برخې مسوول ډاکټر ډېوېډ نابارو په تازه څرګندونو کې ویلي چې بشریت باید له دغه ویروس سره د مبارزې نوې لارې چارې پيدا کړي. هغه زیاته کړې په لنډمهاله کې ددې تمه لرل چې کرونا وبا به ورکه شي او یا به یې له منځه وړل اسانه وي، ناسم خیال دی. نوموړي زیاته کړې چې کرونا ویروس د نړیوالو ګډې همکارۍ او د له منځه وړلو لپاره د نوو لارو چارو پیدا کېدو ته اړتیا لري. دغه سازمان یو ځل بیا په پراخه پیمانه د واکسینو پر تولید هم ټینګار کړی دی.
































