وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکو او ژباړونکو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په وروستیو کې یو شمېر ژباړن اندېښنه لري چې ګواکي د دوی ژوند ته به د طالبانو له لوري خطرونه جوړ شي او یا به په نښه شي. وسله والو طالبانو ویلي، دوی دمګړی د امریکايي ځواکونو افغان ژباړنو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او دا چې له خپلو چارو یې لاس اخیستی دی نو امنیت یې خوندي دی. سرچینه کاږي چې افغان ژباړن کولی شي په مصونه توګه په هېواد کې ژوند وکړي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي. تر دې وړاندې افغان ژباړنو ادعا کړې وه چې د طالبانو له لوري خطرونه ورته متوجه دي او باید له افغانستان و ایستل شي.
































