په پروان کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه نن هم روان دي. د راپورونو له مخې لاریون کوونکو د پروان په جبل السراج کې د کابل-شمال لویه لاره تړلې ده او له حکومت غواړي چې ژر تر ژره ددغه پېښې ترسره کوونکي ونیسي. دوی ادعا کوي چې دغه کس د ملي مصالحې عالي شورا د یوه سلاکار کسانو وژلی دی. ویل کېږي چې د لاریونونو له امله دواړو لورو ته زرګونه موټر ولاړ دي او لاریون کوونکي د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. افغان حکومت تر اوسه ددغه کسانو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او نه یې هم د لارې د خلاصون هڅه کړې ده.
































