د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې غیر مسوولو وسله والو ته وسلې ورکړل شوې دي او دغه وسله وال د سیمه ییزو پاڅونوالو په نامه راپاڅېدلي دي. وکیلانو ویلي چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې په دې وروستیو کې پر داسې کسانو وسلې وېشل شوې دي چې دوی په غلاوو، چور، قتل او د عامو خلکو په ځورونه کې لاس لري. وکیلانو پر حکومت غږ وکړ چې دغه روانه لړۍ دې وڅاري او ژر تر ژره دې په هېواد کې د خپلسرو وسلوالو ډلو له جوړېدو مخنیوی وکړي. د دوی په خبره که وضعیت همداسې روان وي نو د ولس او حکومت ترمنځ به واټن ډېر شي او خلک اړ دي چې د خپل ځان د ساتنې لپاره په خپله لاس په کار شي.
































