له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده. راپور کې وړاندې راغلي، د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي او ددې هيواد د دفاع وزير لويد اسټين هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي. راپور کاږي، پاکستان په دې شرط امریکا ته د پوځي اډې ورکولو خبره منلې چې هر هغه هدف چې د پاکستان له قلمرو څخه افغانستان کې په نښه کيږي بايد لومړی د دوی موافقه پرې واخيستل شي.
































