له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي او په پام کې ده چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي. جیمز سټیفن هپسي ویلي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه لري په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر پاتې شوي تجهیزات هم له منځه یوسي.
































