د پاکستان ډان ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د راتلونکې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د پخوانۍ سفیرې ملیحې لودي د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پروسه نیمایي ته رسېدلې ده او تر سپټمبر میاشتې پورې به ټول بهرني پوځیان له دغه هېواد څخه ووځي. مقاله کاږي، طالبانو د افغانانو، سیمې او نړۍ د تاوتریخوالي کمولو د غوښتنې سربېره جګړو ته دوام ورکړی دی او هیڅ داسې نښه نه لیدل کېږي چې دغه ډله دې تاوتریخوالی کم کړي. مقاله کاږي، طالبان د افغان حکومت له بند څخه د خپلو بندیانو د خلاصون او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو ایستل د یوې پلمې په توګه کاروي خو په اصل کې دغه ډله دې ته په تمه ده چې بهرني ځواکونه ووځي. د مقالې په یوه برخه کې راځي، طالب وسله والو له اوسه لا هڅه پیل کړې ده چې د حکومت تر ولکې لاندې لرې پرتې سیمې ونیسي او کله چې بهرني ځواکونه ووځي نو د ښارونو محاصره کول به هم پیل کړي.
































