د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي. سرچینه کاږي چې دمګړی سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستان ایستل شوي دي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی، په دې توګه نو دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستان ایستلی شي. د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.
































