اوس ددې وخت دی چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي. دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل پاکستان و، ځکه دغه هېواد دوه مخې لوبه کوله او دلته یې د ترهګرۍ ضد یو نړیوال ماموریت له ناکامۍ سره مخ کړ. په مطلب کې راځي چې پاکستان له یوې خوا له امریکا سره د مرستې ژمنې کولې او میلیاردونه ډالر مالي مرسته یې تر لاسه کوله خو له بلې خوا د طالبانو او حقاني شبکې ستر ملاتړی و. دې هېل نشریه وایي یوازې دا نه بلکې په ځلونو هېوادونو ادعا کړې چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی دی. سرچینه کاږي چې پاکستان د هند د ځپلو لپاره په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته ادامه ورکړې ده، نو له همدې امله د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت ته په کار ده چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه معرفي کړي او پر وړاندې یې له فشارونو کار واخلي.
































