د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه ددغه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی دی چې د جګړې له امله دواړو لورو ته تلفات هم اوښتي دي. راپورونه وایي چې له دغه ولسوالۍ ګڼ سرتېري وتلي دي خو یو شمېر د طالبانو لاس ته لوېدلي. تر څنګ یې ګڼ نظامي تجهیزات هم طالبانو ته پاتې شوي دي. ځینې راپورونه بیا وایي چې تر شلو ډېر سرتېري طالبانو نیولي دي. امنیتي ادارې په رسمي توګه په دې اړه څه نه وايي، خو د فاریاب د ولایتي شورا غړي د ولسوالۍ د سقوط پېښه تاییدوي. طالبانو دوه ورځې وړاندې د فاریاب قیصار ولسوالي هم ونیوله.
































