افغان حکومت دې د خپلسرو وسله والو او غیر مسوولو قومندانانو د جنایتونو مخه ونیسي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې څو ورځې وړاندې د تخار په شینواري او چنزايي کلیو کې یوه خپلسري وسله وال قومندان دېرش ځایي اوسېدونکي له ځان سره بېولي او بندیان کړي چې له دې ډلې څلور کسه یې وژلي دي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي افغان حکومت مکلف دی چې ددغه ډول جنایتونو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري. سرچینه کاږي چې په خپلسرې توګه د وسلو اخیستل، خلک ځورول، په نښه کول او د ملکي وګړو وژل جنګي جنایتونه او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان حکومت غږ کړی چې د امنیتي فعالیتونو په بهانه دې خپلسرو وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او په دې توګه دې د ورته جنایتونو او بشر ضد کړنو مخنیوی وکړي.
































