عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د روانو رخصتیو د دوام پرېکړه کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وايي چې سر له راتلونکې شنبې به د دوو نورو اونیو لپاره هم د ځينو برخو رخصتي وغځېږي. په دې توګه به ټول دولتي او شخصي ښوونیز مرکزونه رخصت وي، د ودونو او لامبو تالارونه به تړلي وي او دا پرېکړه د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو کې د عملي کېدو وړ ده. عامې روغتیا وزارت همدا راز د مثبتو پېښو د ډېرېدو په تړاو اندېښنه ښيي او پر خلکو غږ کوي چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































