د غزني ولایت جغتو ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني ویلي چې د دغه ولایت جغتو ولسوالي د طالبانو له لوري سقوط شوې ده. دا دغه ولایت ته د والي په توګه د داوود لغماني تر ورتګ وروسته دویمه ولسوالي ده چې سقوط کېږي. په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې جغتو ولسوالي له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د جغتو او اب بند ولسوالیو د سقوط خبر ورکړی دی خو د غزني سیمه ییزه اداره، د اب بند ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي او له جغتو څخه د تکتیکي شاتګ خبره کوي. د ویلو ده چې نن سهار د فاریاب دولت اباد ولسوالي هم د طالبانو له لوري سقوط شوې ده.
































