روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۷۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۵۴ کسان مړه شوي او ۷۵۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۴ زره او ۵۰ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۳۰۵ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې نن عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا وبا د پراختیا مخنیوي لپاره یې د روانو رخصتیو د دوام پرېکړه کړې ده او سر له راتلونکې شنبې به د دوو نورو اونیو لپاره هم ښوونیز او تحصیلي مرکزونه او دغه راز د ودونو تالارونه تړلي وي.
































