د امریکا د ملي منیت سلاکار جک سلیوان ویلي چې امریکا له پاکستان سره په یاد هېواد کې د پوځي اډو جوړولو په اړه ګټورې خبرې اترې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او ډېپلوماټيکي کچه خبرې کړي څو ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي. سلیوان په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینګار یې کړی دی چې دا مسئله به تر هغو پورې پټه پرېږدي څو پورې چې دوی یوې هوکړې ته سره نه وي رسېدلي. سلیوان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري.
































