امریکا وایي د افغانستان له هوایي ځواک سره د مرستو پر لارو چارو بحثونه روان دي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې افغان هوايي ځواک د امریکا مرستو ته اړتیا لري له همدې امله د مرکزي قومندانۍ لوړپوړي چارواکي پر دې فکر کوي چې څنګه وکړی شي ددغه هوایي ځواک په پیاوړتیا او ساتنه کې خپلې همکارۍ جاري وساتي. سرچینه کاږي امریکا ژمنه کوي چې د افغان پوځ د تجهیزاتو په ساتنه او ترمیم کې به همکاري کوي او د افغان هوايي ځواک په پیاوړتیا کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې دوی د افغان هوايي ځواک پياوړي کولو او ملاتړ ته ژمن دي.
































