د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې غوښتل د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي. د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷مې لوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې تایید کړې چې یوه ام ای-۱۷ ډوله چورلکه یې په وردګو ولایت کې لوېدلې ده. سرچینه کاږي چې ځانګړو ځواکونو غوښتل هلته عملیات ترسره کړي، خو دغه پېښه رامنځ ته شوې او درې افغان پيلوټان یې له امله وژل شوي دي. بلخوا طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه الوتکې د ويشتلو مسوولیت منلی دی او وایي د الوتکې ټوله عمله وژل شوې ده. دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي. عام خلک بیا له جګړو ستړي شوي او ژر تر ژره د دایمي اوربند او سولې غوښتنه کوي.
































