د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د روانې نا امنۍ په اړه د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي خو حکومت یې پر وړاندې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي. د وکیلانو په خبره له ولسوالیو امنیتي ځواکونه ورسره په اړیکه کې دي او ټول شکایت کوي چې حکومت د وسلو او مهماتو تر څنګ ان د خوراکي توکو او اوبو مرسته هم نه کوي او په خبره یې افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې د حکومت د بې پروایۍ له امله له ستونزو سره مخ دي. وکیلانو پر امنیتي او دفاعي اداراتو غږ وکړ چې شخصي اختلافات یوه لوري ته کړي، روان وضعیت په جدي توګه وڅېړي، د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړي او د روانې نا امنۍ پر وړاندې دې بې پروايي نه کوي.
































