د امریکا ولسمشر وايي د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري وکړي. ولسمشر جو بایډن د امریکا کانګریس ته په تازه لېږلي لیک کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په خبره یې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړی دی. دده په وینا امریکا د افغان حکومت او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او په بېلو برخو کې به همکاري ورسره کوي. جو بايډن همدا راز ویلي چې د افغانستان د سولې مسئله د امریکا له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او په وینا یې د سیمې د هېوادونو همکاري هم په دې برخه کې اړینه ده. هغه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په تېره له پاکستان غوښتي چې د سولې له روانې پروسې سره صادقانه همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې د جګړې د ختمولو په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.
































