د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ایران ته سفر کړی دی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي. دواړو لورو پر افغان سوله او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ بحثونه کړي دي. ایراني لوري ویلي چې دوی له افغان سولې سره په بشپړه توګه همکاري کوي او په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي. ایران تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغان سولې سره همکاري کوي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ملاتړي دي.
































