روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۸۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۵۱ کسان مړه شوي هم دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۳۵۶ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































