د یوروګوای هېواد له لوري د څو ډوله کرونا ضد واکسینو د اغېزمنتیا په اړه تازه معلومات خپاره شوي دي. د یاد هېواد یو دولتي چارواکي ویلي چې د (سینوواک) په نامه د چین له لوري جوړ شوي کرونا ضد واکسین د نورو واکسینونو په پرتله ۹۵ سلنه اغېزناک ثابت شوي دي. د یاد چارواکي په خبره، دا په دې مانا چې د چینایي سینوواک واکسین تر تطبیق وروسته په دغه هېواد کې د یاد ویروس له امله د مړینې کچه ۹۵ سلنه را ټیټه شوې ده. د یوروګوای حکومت وایي، یاد واکسین یې پر شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو باندې ازمویلي او په پایله کې یې یاده نتیجه اعلان کړې ده. د ویلو ده چې په یوروګوای کې شاوخوا نیمایي وګړو د کرونا ضد واکسین تر لاسه کړي دي او پاتې نورو ته به یې هم ډېر ژر ورسېږي.
































