ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. د نوموړې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې چټکې کړل شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت شي. نوموړې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره هم کتلي دي او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. لاینز په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.
































