امریکايي رسنیو ته ځينې حکومتي سرچینو ویلي په دې لټه کې دي چې د کابل ددفاع لپاره د هوایي بریدونو ارزونه وکړي. سرچینې ویلي امریکايي نظامي چارواکي غواړي پر دې پلان کار وکړي چې که کابل یا د افغانستان نورو لویو ښارونو ته د طالبانو له لوري ګواښونه متوجه کېږي نو دوی وکړی شي پر وخت اقدام وکړي او هوایي بریدونه ترسره کړي. امریکايي سرچینو ویلي دغه بریدونه به هغه مهال کېږي چې امریکايي وګړو او یا هم د امریکا سفارت ته خطرونه جوړ شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د هوایي بریدونو حق نه لري او د هر ډول برید د ترسره کولو لپاره د ولسمشر بايډن اجازه اړینه ده.
































