ناټو وايي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پرانیزي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر، روانه جګړه او تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي. همدا راز د ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ پر همکارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزه هم بحثونه شوي دي. د ناټو ملکي استازي ویلي دوی له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دي، خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د همکارۍ نوی باب پرانیستل شي. ناټو تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغان پوځ سره همکارۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
































