ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو په برخه کې پر فعالو کسانو بریدونه د اندېښنې وړ بللي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په بغلان کې د تېرې ورځې برید چې له امله یې لس ماین پاکوونکي وژل شوي وو په کلکو ټکو غندل شوی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی. په دغه اعلامیه کې راغلي چې په بېلو وسله والو ډلو کې داسې کړۍ شته چې په قصدي توګه د بشري مرستو په برخه کې فعال کسان په نښه کوي او دا بشر ضد جنایت باید ودرول شي. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یو ځل بیا غږ کړی چې ټولې وسله والې ډلې دې د سولې لپاره خپل نیت په عمل کې ثابت کړي او د تاوتریخوالي په کمولو دې دا وښيي چې دوی عملا د جګړو کمول او د سولې تامین غواړي.
































